اقتصادي محروميت د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي لامل دي"

15 مرداد 11:57
د ښځو پر وړاندې د روان تاوتريخوالي تر ټولو ستر لامل د دوي اقتصادي محروميت دي. دغه څرګندونې د زمري په ۱۳مه په مزارشريف كې د افغان ښځو او نجونو د ټولنيزو ستونزو د حل په موخه د جوړ شوي ګردي مېز ګډونوالو وكړې. دغه ګردي مېز د افغان ښځو د تعليمي مركز له خوا جوړ شوي و چې د بلخ ولايت لسګونو مېرمنو او د مدني ټولنو ښځينه فعالانو په كې ونډه اخيستې وه.

د ياد ګردي مېز تنظيموونكې نظيفې ميرزايي وويل، دغه پروګرام يې د ښځو د ټولنيزو ستونزو د څېړنې لپاره جوړ كړي و چې ګډونوالې يې په په خوله وويل، بايد د ښځو د اقتصادي حالت د ښه كېدو لپاره كار وشي.

هغه وايي، په هېواد كې د ښځو پر وړاندې د روان تاوتريخوالي د هرې بڼې د شونتيا تر ټولو ستر لامل د مېرمنو اقتصادي محروميت دي.

مېرمن ميرزايي وويل، په حكومتي، ټولنيز او كورني لحاظ افغان مېرمنې له اقتصادي محروميت سره مخ دي؛ پر مېرمنو د پيسو پيدا كېدو لارې بندې شوې او له همدې امله د پيسو د لګولو حق هم ترې اخيستل شوي دي.

د ياد پروګرام ګډونوالې نظيلا پژواك ته وويل، دولت له تېرو څو كلونو د مېرمنو د حقونو په خونديتوب كې پاتې راغلي دي؛ د ملي يووالي حكومت كه څه هم د كمپاين پر مهال د ښځو د حقونو په تړاو د ډېرو پرګرامونو يادونه كړې وه؛ خو لا يو هم نه دي عملي كړي.

هغه هم پر دې باور ده چې د مېرمنو د اقتصادي حالت د خونديتوب لپاره بايد هلې ځلې وشي.

د بلخ ولايت مدني فعالې نسيمې احمدزۍ وويل، د ښځو د حقونو د خونديتوب لپاره بايد له هغو سره د كاروبار په جوړونه كې مرسته وشي؛ ځكه تر كومې چې مېرمنې په مستقيم ډول د پيسو پيدا كېدو په لارو چارو بلدې نه شي، سړي ورته دا حق نه وركوي.

د هغې په وينا، مېرمنې بايد په ثبوت ورسوي چې ژوند له دوي پرته ناشوني دي.

ارسال نظرات

نظرات شما

نظر شما