د كندهار هوايي ډګر پنځه ښځينه كاركوونكي وژل شوي

27 آذر 14:47
پرون سهار اوه بجې د كندهار ښار په څلورمي ناحيې كې د خواجه په سيمه كې نامعلومو وسلوالو د كندهار هوايي ډګر پنځه تنه ښځينه كاركوونكي او د هغوي موټرچلونكي وژلي دي. د پيښي وروسته وسلوال په تيښته بريالي شوي دي. تر اوسه د پيښي مسؤوليت چا په غاړه نه دي اخيستي، خو د كندهار په ښار كې ددې تر مخه هم د هدفي وژنو زياتي پيښي را منځته شوې او د بريدګرو څرك يې نه دي لګېدلي.

ځيني سرچينې وايي چې ښځينه كاركوونكي په هوايي ډګر كې د نظامي روغتون ډاكټراني وې، خو لا چارواكو د هغوي كره پيژندنه نه ده خپره كړې.

د ولسمشريزي ماڼۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي چې ولسمشر اشرف غني دغه دردناكه پېښه وغندله او سخت باندي خواشيني شو.

ددې تر مخه چې د پيښي نور جزئيات ښكاره شي او د عاملينو په اړه يې تحقيقات وشي، نوموړي دغه پيښه پر مخالفينو ور وتپل او دايې د هغوي د «ذلت او ضعف» نښه وبلله.
نوموړي وويل چې د افغانستان دښمنان نه يوازي د اسلامي او افغاني ارزښتونو په مقابل كې قرار لري، بلكي د افغانستان د پرمختګ مانع هم دي.

بايد وويل شي چې په دې وروستيو كې د امريكايانو په بمبار په ننګرهار، روزګان، او كندز كې په لسګونو دماشومانو په ګډون نارينه او ښځي وژل شوي خو ولسمشر اشرف غنې ددې پيښو په اړه هيڅ نه دي ويلي.

ارسال نظرات

نظرات شما

نظر شما