لطيفې د لاسي صنايعو په مرسته ٢٥ كورنيو ته د ګټې زمينه برابره كړې

12 فروردین 1:29
د ننګرهار د ښېوې ولسوالۍ يوې اوسېدونكې د لاسي صنايعو په مرسته د خپل كور ترڅنګ ٢٥ كورنيو ته د ګټې زمينه برابره كړې او وايي كه مرسته ورسره وشي،نو د ډيرو نورو كورنيو اقتصاد ته به هم ګټه ورسوي. نازيه لطيفه شاوخوا شل كاله عمر لري او همالته په خپل كلي او كور كې يې د لاسي صنايعو اوبدنې يو مركز جوړ كړي، چې ورسره پنځه ويشت نورې مېرمنې كار كوي.

هغه وايي، د همدغه مركز په ګټه يې نه يوازې خپل كور ساتلي،بلكې خپلې لومړنۍ زده كړې يې بشپړې كړې او اوس يې په يو خصوصي پوهنتون كې د حقوقو پوهنځي هم پيل كړي دي.

نازيې د لاسي صنايعو دا مركز شاوخوا درې كاله وړاندې د يوې موسسې په مرسته او هڅونه جوړ كړي، هغه وخت يې دوه درې كارمندانې لرلې؛ خو اوس يې د كارمندانو شمېر ۲۵ تنو ته رسېدلي دي.

نوموړې پژواك خبري اژانس ته وويل چې دا مركز نه يوازې د همدغو ٢٥ ښځينه كارمندانو كورنيو ته ګټه رسوي، بلكې د دوي د كلي شاوخوا شل نورو كورنيو ته يې هم وخت ناوخته ګټه رسيږي.

نوموړې زياته كړه: ((كله نا كله چې په موږ كار ډير شي؛ نو په كلي كې ځينې نورې كورنۍ هم شته، چې لاسي كار او خياطي كولي شي؛ نو بيا هغوي ته خام مواد وركوو او هغوي د پيسو په بدل كې راته كار كوي.))

نازيه وايي، خام مواد له بازار څخه خپله وړي او بيا د ښار په مختلفو سيمو كې دوكاندارانو ته د خپلو لاسو جوړ افغاني ګنډونه، په خامك ښكلي شوي كمېسونه او څادرونه ور وړي او پر هغوي يې پلوري.

نوموړې وايي: ((ځينې ساده جامې دي، د مياشتې درې نيم سوه هغه جوړوو، لس پنځلس افغانۍ  ګنډونه هم جوړوو، دغه شان يوولس جوړې خامك جامې، پنجابي جامې هم د مياشتې پنځه دېرش څلوېښت جوړې خرڅېږي.))

د نازيه لطيفې د معلوماتو له مخې، په هره جوړه جامو كې ورته له سل نيولې ان تر زرو افغانيو ګټه پاتې كيږي او اوس يې په ښار كې ډير دوكانونو د لاس جوړ كالي پلوري.

هغه زياتوي چې يو كميس له ساعتونو نيولې ان تر يوې مياشتې وخت هم اخلي او د هر ډول كاليو كار ته په كتو هماغومره وخت كې جوړېږي.

د لاسي صنايعو د دغه مركز مشره وايي چې په جلال اباد ښار كې د بېلابېلو ماركېټونو دوكانونو سربېره په نندارتونونو كې هم د دوي د لاس جوړ كالي پلورل كيږي او هم ورته د نويو ډيزاينونو فرمايشات ورځي.

  لطيفه وايي، په مركز كې ورسره يو شمېر كونډې او داسې مېرمنې هم شته چې مېړونه يې د ګټې وټې نه دي او عصبي مشكلات لري.

هغه وايي: ((دا دوه ورځې وړاندې په يو بل كلي كې يوه ښځه وه چې مېړه يې ليوني دي او اقتصادي وضعيت يې ډير خراب و، ما دلته راوسته او د كار زمينه مې ورته برابره كړه.))

نوموړې وويل چې د نورو كليو مېرمنو هم ورته د كار وړانديز كړي؛ خو دا يې د تنظيم لپاره نور امكانات او بازار نه لري.

هغې زياته كړه: ((كه ما سره موسسې مرسته وكړي او هم راته په نورو ولايتونو كې لكه كابل يا بل ولايت كې بازار برابر كړي؛ نو كولي شم چې د دغو نورو كليو مېرمنو ته هم كار وركړم.))

ارسال نظرات

نظرات شما

نظر شما