يوې افغانې نجلۍ د رسامۍ په نړيواله سيالۍ كې جايزه اخيستې

11 مهر 15:3
د افغانستان د يوه لرې پروت ولايت بادغيس يوې دوولس كلنې اوسيدونكې انجلۍ د خوراك د نړيوال سازمان "ډبليو ايف پي" د ۲۰۱۷ كال د دوويشت هيوادونود ماشومانو ترمنځد رسامۍ په نړيواله سيالۍ كې جايزه ګټلې ده.

د دغې نجلۍ انځور سيالۍ د جايزو په رسم شويو شلو انځورونو كې د جايزې وړ انځور پيژندل شوي دي.

په كابل كې د خوراك د نړيوال سازمان د دفتر وياند وحيدالله اماني امريكا اشنا راډيو ته وويل، چې د دولس كلنې مريم رسم شوي انځور، د دوويشت هيوادونو د ښوونځيو ماشومانو د رسامۍ په سياليو كې د شلو غوره شويو انځورونو په ډله كې شامل شوي، چې د خوراك د نړيوال سازمان "ډبليو ايف پي" ورسره مرسته كوي.

ښاغلي اماني وويل " د خوراك د نړيوال سازمان "ډبليو ايف پي" د مركزي دفتر ستاينليك مريم ته رسول شوي دي".

مريم په خپل انځور كې د خپل ښوونځي حالت چې ښوونځي يې ټولګي نه لري او زده كوونكي تر شنه اسمان لاندې زده كړې كوي نندارې ته ايښي دي.

مريم د قلعه نو د آبګرمك د نجونو د ښوونځي د اووم ټولګي زده كونكې ده.

د خوراك د نړيوال سازمان "ډبليو ايف پي" وايي، چې مريم له رسامۍ سره ځانګړې مينه لري، غواړي ټولې نړۍ ته سفر وكړي او په راتلوونكي كې ډاكټره شي.

د خوراك د نړيوال سازمان "ډبليو ايف پي" د نړۍ په كچه په ښوونځيو كې د خوړو د پروګرام له لارې په ۶۰ هيوادونو كې تر ۱۶ ميليونو ډېرو زده كوونكو ته خواړه برابروي.

په افغانستان كې د خوراك د نړيوال سازمان "ډبليو ايف پي" رئيس ميك لورنترن د مريم په هكله ويلي چې هغه د افغانستان راتلونكې ده.

ميك لورنترن ويلي " د دې لپاره چې د دې هيواد لپاره مو د روغې راتلونكې څخه ډاډ ترلاسه كړي وي، مونږ بايد د دوي پر زده كړو همدا نن پانګونه وكړو".

"ډبليو ايف پي" په پام كې لري چې د مريم رسم شوي انځور له نورو انځورونو سره د ايټاليا په پايتخت روم كې په خپل مركزي دفتر كې نندارې ته كښېږدي او هم به يې د دغې ادارې په ديوالي كليزه او د مباركۍ په كارتونو كې د نړۍ په كچه د"ډبليو ايف پي" په اړه د تبليغاتو په موخه ووېشي.

ارسال نظرات

نظرات شما

نظر شما