ديمن دماشومانوله قاتلانو د فارس خليج ملګرتياشور او داسلامي ملګرتيا موسسې هم ننګه وكړه

16 مهر 12:51
ملګروملتو د جمعې په ورځې ديمن دجنګ په باب پخپل راپور ركې وئيلي دي ، په تير كال كې په يمن دسعودي ائيتلاف په حملو كې ۶۸۳ماشومان وژل شوي اويا ټپيان شوي دي . ملګرو ملتو د دغه راپور په وړاندې كولو سره ، د عربستان نامه دماشومانو دحقوقو دخلاف ورزي كونكو هيوادونو په تور ليسټ كې شامله كړې ده .

دسلامي ملګرتيا موسسې او دفارس خليج ملګرتيا شورا ديمن د هرې ورخې ماشومانو وژلو ته له پامه پرته دسعودي تريګر ائيتلاف په ملاتړ كې خوله وازه كړې او پخپل خيال ئې ديمن په باب دملګروملتو راپور ګمراه كونكي بللي دي .

ايسنا خبري آژانس د سكائي نيوز عربي ژبې ټيليويژني چينل له قوله راپور وركړي ، داسلامي ملګرتيا موسسې عمومي منشي يوسف بن احمد العثيمين ادعا كړې ، ديمن د ماشومانو په باب د ملګروملتو راپور له كافي دقته برخمن نه دي اود ګمراه كونكو سرچينو په اساس دي .

داسلامي ملګرتيا موسسې عمومي منشي مدعي شوي ، په يمن كې دسعودي تيريګر ائيتلاف اقدامات دماشومانو پشمول د يمن د عامو خلكو د ژوند د ساتنې په چوكاټ كې دي .

دفارس خليج دملګرتيا شورا عمومي منشي عبداللطيف الزياني هم هغه احصائې چې ديمن دماشومانو په باب دملګروملتو په راپور كې راغلي ، رد كړي او ادعا ئې كړې ده ، دغه راپورونه له بې باؤره سرچينو راخستل شوي دي .

ملګروملتو د جمعې په ورځې ديمن دجنګ په باب پخپل راپور ركې وئيلي دي ، په تير كال كې په يمن دسعودي ائيتلاف په حملو كې ۶۸۳ماشومان وژل شوي اويا ټپيان شوي دي . ملګرو ملتو د دغه راپور په وړاندې كولو سره ، د عربستان نامه دماشومانو دحقوقو دخلاف ورزي كونكو هيوادونو په تور ليسټ كې شامله كړې ده .

پر ملګرو ملتو سربيره ، دروغتيا نړيوالې ادارې هم وئيلي دي ، دآل سعود رژيم د بې آمانه حملو اوبمباريو او د يمن رد زوغتيائي مركزونو په كنډوالو د بدليدو له امله د دغه هيواد په بيلابيلو سيمو كې تر دې دمه كابو شپاړس سوه يمن وال د وبا له امله قرباني شوي او نور كابو اته لكه كسان په دغې ناروغۍ ككړ شوي دي .

ارسال نظرات

نظرات شما

نظر شما