د روهنګيا د مسلمانو ماشومانو حالات ډير خراب دي

17 مهر 0:55
د راپور له مخې د يونيسيف يو مقام چې له ميانمار سره د بنګله ديش په پوله كې د روهنګيايي كډوالو كيمپ ته تللي و پرون وويل كابو نوي فيصده روهنګيايي مسلمانان له خوارځواكې سره مخامخ دي او په بدو حالاتو كې ژوند كوي.

د يونيسيف دغه مقام په دې بيان سره چې د روهنګيا مسلمانان په څلورويشتو ساعتونو كې يوازې يو وخت ډوډۍ خوري زياته كړه: كابو يو نيم لك ښځې او ماشومان فوري مرستو ته اړتيا لري چې له د ناوړه خوراك له حالته راووځي.

ملګرو ملتو څو ورځې مخكې په روهنګيا كې د مسلمانانو د بد حالت په غبرګون كې په ميانمار كې راخين مسلمان ميشته صوبې ته په ورتګ بنديز د نه منلو وړ بللي و.

د نړيوالو خبرداريو سره سره خبري سرچينې د ميانمار د روهنګيا مسلمانانو د وژلې د دوام خبر وركوي.

داګست له پينځه ويشتمې په ميانمار كې د دغه هيواد د پوځ او افراطي بودايانو په حملو كې تر اوسه د روهنګيا كابو شپږ زره مسلمانان مړه اته زره ژوبل او اته لكه بنګله ديش ته كډوال شوې دي.

ارسال نظرات

نظرات شما

نظر شما