بريالي والدين څوك دي؟

18 مهر 15:2
كله چې تصميم نيسئ، چې د ماشوم خاوند شئ، نو په حقيقت كې د هغه د روزنې اوږد مهالي او دروند مسؤوليت مو منلي دي. روزنه د زده كړې وركولو او پاللو په مانا ده، كله چې خپل ماشومان روزئ، نو هغوي ته دا ور زده كوئ، چې څنګه چلند وكړي،

يانې تاسو د قانون په وضع كولو او د انضباطي كړنو په ترسره كولو، له هغوي سره مرسته كوئ، ترڅو په خپلو مسؤوليتونو باندې پوه شي. دا موضوع په هغوي كې د خونديتوب احساس او آرامتيا ډېروي او له هغه ځايه، چې د ماشومانو خوښېږي احساس وكړي، چې والدين يې له دوي څخه خوشاله او راضي دي، د كورنۍ له خوا د سمې پاملرنې او مناسبې مينې په ښكاره كولو سره، د ماشومانو د اروايي روغتيا په برخه كې مهم ګام پورته كېږي.

له ستونزې پرته ماشوم شتون نه لري، خو د ماشومانو ستونزې د درملنې وړ دي. مهم ټكي د روزنيزو اصولو د ټينګښت ډول دي. كه چېرې روزنيز اصول ناسم وي يا په تاوتريخوالي او بې تفاوتۍ سره وړاندې شي، نو ماشوم يې نه مني، يوه ښه كورنۍ بايد وكولاي شي، چې روزنه او انضباط په سمه توګه را منځته كړي. د ماشومانو په روزنه كې، د نورو كارونو په څېر له ستونزو سره مخامخ شئ، كه چېرې والدين په سمو روزنيزو تګلارو باندې پوه وي، په تمرين او د وخت په تېرېدو سره به يې مهارت او تجربه زياته شي او د خپلو ماشومانو په روزنه كې به بريالي وي.

په لنډ مهال كې د ډېر پرمختګ تمه مه لرئ:

ډېر داسې څه شتون لري، چې خوښېږي مو خپلو ماشومانو ته يې ور زده كړئ، خو هېڅ چلند په يو ځل زده كړې سره نه تر لاسه كېږي او هغوي هم تل د زده كولو له پاره چمتووالي نه لري. زده كړه، وخت، حوصلي او د ځاي پېژندلو ته اړتيا لري، كه چېرې والدين په دې كار كې پشتكار ونه لري، ستړي او بې حوصلې شي، يا له كنټروله ووځي، نو د خپلو ماشومانو په وړاندې به خپل درنښت له لاسه وركړي.

په دې صورت كې به ماشومان د هغوي غوښتنو ته پام نه كوي او په ترسره كولو كې به يې ځان اړ نه ګڼي. روزنه يو ورځني مسؤوليت نه دي، آرامتيا، پايښت او مقاومت غواړي او تر كله چې يو روزنيز اصل تر لاسه كېږي، نو ستاسو ماشوم به په ځلونو تېروتنه وكړي.    له دې امله په لنډ مهال كې نه شو كولاي، چې د ډېر پرمختګ تمه ولرو.

خپلې تمې را كمې كړئ او كوچني پرمختګونه په پام كې ونيسئ:

هغه ماشومان او والدين، چې له هره اړخه بشپړ او بې نيمګړتيا وي، شتون نه لري. ماشومان تل هغه ډول، چې والدين يې تمه لري، كړنې نه ترسره كوي. د ماشومانو ستونزې معمولاً په يو مخيز ډول نه حل كېږي او په ماشومانو او لويانو كې بدلونونه تدريجي، ورو او په پړاو په پړاو ترسره كېږي. ځينې والدين كله چې د خپلو ماشومانو د عادتونو او چلندونو په بدلون كې له ستونزو سره مخامخ كېږي، نو ډېر ژر خواشيني او ناهيلي كېږي او په خپل نفس باندې اعتماد له لاسه وركوي، په داسې حال كې بايد د خپلو ماشومانو تدريجي او كوچنيو پرمختګونو ته پام وكړي، ځكه چې د سترو پرمختګونو كيلي د كوچنيو پرمختګونو هڅونه ده.

په هر وخت كې يوازې په يوه ستونزه باندې تمركز وكړئ: 

ښايي ستاسو ماشوم بې شمېره ستونزې ولري، خو كه تاسو وغواړئ، ټول موارد په يو وار اصلاح كړئ، نو هېڅكله به بريالي نه شئ، د بريا له پاره بايد يوازې يوه ستونزه په پام كې ونيسئ او د هغې له حل څخه وروسته، په وار سره بلې ستونزې ته مخه كړئ. خپله موخه په آسانه كلمو سره، چې د ماشوم له پاره د پوهېدلو وړ وي، توضيح كړئ او هغه ته ووايئ چې په دې برخه كې له هغه څخه څه غواړئ، د بېلګې په توګه: غواړم، دستر خوان ته له راتګ څخه مخكې خپل لاسونه په اوبو او صابون سره ووينځې، وروسته د ماشوم د چلند د اصلاح په لاره كې كوچنيو پرمختګونو ته ځير شئ. د بېلګې په توګه: مخكې يې هېڅ صابون نه واهه او اوس يې يو ځل صابون وهلي دي، كه څه هم زموږ تمه په ورځ كې څلور ځله صابون وهل دي، خو د مثبتو او ستايونكو غبرګونو پرمټ، هغه وپوهوئ، چې چلند يې مناسب او ښه دي.

په مثبت ليد سره وګورئ او هېڅكله د ماشومانو ستاينه مه هېروئ:

د ماشومانو ستاينه ډېره ارزښتمنه ده. ماشومان، چې د عمر په هر پړاو كې وي، نو خوښېږي يې چې والدين يې ومني او وې ستايي او له هغوي څخه خوشاله او راضي وي. ماشوم نه پوهېږي، چې كوم چلند ښه او كوم بد دي. د هغه هر چلند، چې د والدينو له غبرګون سره مخامخ شي، يا هغه موخې ته ورسوي، مثبت ګڼي او تكرار به يې كړي. داسې تصور مه كوئ، د مناسب چلند لرل يو حتمي امر او ستاسو د ماشوم له دندو څخه دي او يا فوق العاده چلندونه دي. د فكر دا بڼه، د دې سبب ګرځي، چې تمه مو ډېره زياته شي او د خپلو ماشومانو د چلندونو په اړه بې غوره شئ او يوازې د هغه ناسمو او منفي چلندونو ته پام وكړئ.

په ډاډ سره ويلي شم، له هغو چلندونو څخه پرته، چې تاسو خواشيني كوي، ستاسو په ماشوم كې ډېر زيات مناسب او مثبت چلندونه هم شتون لري. كه چېرې تاسو هر مناسب چلند مثبت وګڼئ او په تاييدونكي غبرګون سره خپل ماشوم ته څرګنده كړئ، چې له كوم چلند څخه يې خوشاله او راضي ياست، نو ماشوم هڅه كوي، چې په تكرار سره يې ستاسو لا ډېره خوشالي تر لاسه كړي. له نا مناسبو او ناسمو چلندونو څخه د خپګان ښكاره كول به هغه مهال اغېزمن وي، چې مخكې له هغې خپل ماشوم مو هغه د مناسبو چلندونو له پاره هڅولي وي.

كومې موخې چې په پام كې نيسئ، د ماشومانو له اړتياوو سره همغږې كړئ:

خپلې موخې د خپلو ماشومانو له عمر، شخصيت، وړتياوو، عقلې ودې او چاپېريالي شرايطو سره سمې وټاكئ. ټول ماشومان يوه ځانګړي عمر كې ورته پړاو ته نه ننوځي او د هغوي استعداد او د پوهې كچه هم يو شان نه ده، دې ته په پام سره، چې ټول كسان يو شان نه دي او موقعيتونه هم توپير لري، نو د هرې ستونزې له پاره يوه پرېكنده او خپلواكه د حل لاره شتون نه لري، هغه د حل لاره، چې نن ستاسو د ماشومانو له پاره اغېزمنه ده، ښايي سبا خپل اغېز له لاسه وركړي، يا هغه تګلاره، چې يو له ماشومانو له پاره ځواب وركوي، ښايي د بل له پاره بې ګټې وي. كه چېرې حوصله وكړئ او زغم ولرئ، كولاي شئ، حتا  لا اغېزمنې او ابتكاري تګلارې را منځته كړئ، چې ستاسو ځانګړو شرايطو ته په كتو جوړې شوې وي.

ميندو او پلرونو د مهربانۍ له مخې همغږې كړنې ترسره كړئ

د ماشوم د چلندونو په بدلون كې د والدين بريا، د مور او پلار همغږۍ ته اړتيا لري. له هر اقدام وړاندې، كوم چلندونه، چې غواړئ اصلاح يې كړئ، نو مشخص يې كړئ او د له منځه وړلو له پاره يې همغږي پروګرام جوړ كړئ.  تاسو او مېرمن مو د ماشوم په اړه، په هر كار باندې له لاس پورې كولو مخكې، بايد همغږي نظر ولرئ، كله چې خپل تصميم مو ونيوه او د ترسره كېدو وړ پرواګرم باندې همغږي شوئ، نو دواړه يو شان كړنې ترسره كړئ.

ژباړه: عطا محمد مياخېل


ارسال نظرات

نظرات شما

نظر شما