اريانا سعيد ته تقديرنامه

19 مهر 3:27
د ملي وحدت د حكومت د معارف وزارت د معلم په ورځ يوه معلم ته هيڅ هم ورنكړل، خو ډمې ته يې په همغو ورځو شپو كې تقدير نامه وركړه. حكومت چيغې د تعليم او ترقۍ وهي خو تقدير نامې اريانا سعيد ته وركوي.

دې ډمې كوم سنګر نه دي فتح كړي چې د جرأت تقدير نامه ورته وركول شي، د جسم نمايش يو پرېوتي او پست عمل دي چې د جرأت او زړورتيا سره يې هيڅ سروكار نشته، اصلا د دين، ديني او افغاني ارزښتونو مقابل كې دې رقاصې جرأت كړي او بس، بيا چې كوم حكومت د اسلام دعوه دار دي د سزا پر ځاي ورته تقدير نامه وركوي، مونږ مخكې هم ويلي وه چې د اريانا سعيد كانسرت د جشن سره كوم ارتباط نلري، بلكې د استعمار بړېڅي د جشن د پاك نوم په بهانه يوه خبيثه استعماري پروژه تطبيقوي، چې اوسنيو د تقدير نامو وركولو كار زمونږ خبره هر چاته څرګنده او مدلله كړه.

د دغه شان اعمالو په تر سره كولو حكومت د ولس څه قسم خدمت تر سره كوي؟ دا كار له علم، تعليم او پرمختګ سره څه اړخ لګوي؟ دې مسلمان ملت ته د حكومت ځواب څه دي؟

معلم، استاد، عالم، ډاكټر، انجينير او زراعت پوه ته خو كله هم نه مډال وركول شو نه تقديرنامه.

د معلم له ورځې سره جوخت رقاصې ته د تقدير نامې وركولو سره .

معلم، متعلم، محصل استاد ته حكومت دا پيغام وركړ چې عزت ډمتوب كې دي نه په تعليم كې، خلك يې د استعمار په حكم په ډېره حكميانه طريقه ډمتوب ته تشويق كړل .

د حكومت دغه رنګ كړنې د جنګ ميدان لا هم ګرموي، غالبا چې له دغه كړنو نه هدف هم همدا دي.

فالي الله المشتكي.

مولانا عبدالصبور

 


ارسال نظرات

نظرات شما

نظر شما