د حواء مظلومه لور

20 مهر 15:13
غرب كې چې صنعتي انقلاب راغي او غربيانو كارخانې جوړې كړې نو له ښځو پرته يې كارونه او سفرونه نه شوي كولي، د ښځو د حقوقو په نوم يې هغوي له كورونو كارخانو ته راوايستلې، د هغوي مسؤليتونه يې غبرګ كړل، ښځو ته د نارينه ناروا رسيدل او له هغو جنسي ګټه اخيستنه يې عامه او اسانه كړل..

او بده يې لا دا چې د ښځو دا ظالمانه استثمار او شيطاني استحمار تر ننه “د ښځو د حقوقو” سپېڅلي عنوان لاندې روان دي او د سيكولرزم د پوچ فكر له لارې يې ختيځ او اسلامي نړۍ ته د راواردولو هڅې هم رواني دي.

اسلامي نړۍ كې بيا “اسلام كې د ښځو حقوق” تر عنوان لاندې پريمانه كتابونه وليكل شول او په دې اړه هر ځاي تقريرونه اوريدل كيږي، خو عملاً د ډېرو عالمانو او پوهانو كورونو كې اوس هم ناپوهه ميرمني شتون لري. اوس هم ټولنه كې د نارينه په نسبت ښځې پوهه ترلاسه كولو ته ډېر كم لاسرسي لري، اوس هم ځيني دينپوهان شته چې د ښځو د زده كړو مخالفت كوي، اوس هم د “لا تعلموهن الكتابة” (ښځو ته ليك مه ورښيئ) عربي جمله ځيني د حديث په توګه وړاندې كوي.

لكه د اسلام نورو احكامو په اړه چې څومره كوږوالي او انحراف شته ميرمنو سره د چلند په اړه هم اسلامي اخلاق كمزوري او پر هغوي تيري او ظلمونه زيات دي، اسلام كې د ښځو حقوقو موجوده موضوع د غرب پر خلاف عكس العمل او غبرګون دي، غبرګون كې اكثره مقابل لوري باندې غلبه موخه وي د ځان اصلاح ته توجه كمه وي. د ښځو په اړه لكه د غرب او غربپالو موخې چې څومره ناپاكې او د وخت فتنې دي، همدومره د ښځو په اړه زموږ غفلت او بې پروايي بيداري او اصلاح ته اړتيا لري.

په ځانګړې توګه افغانه ټولنه د ښځو په اړه په سختو ناپوهيو، ظلمونو او وحشتونو اخته ده، د نجلۍ تر ټولو زيات خواخوږي انسان (پلار) چې پخپله لور ظلم كوي بل به كوم انسان له ظلمه پاك وي، اكثره پلرونه د زوي د زده كړو غم كوي د لور نه كوي، زامنو ته خپل مال ميراث كې پريږدي د لور يې آن هغه د مهر حق هم نغړلي وي! دې ته ورته خورا زيات نور ظلمونه او بې عدالتۍ عملاً زموږ ټولنه كې رواني دي، موږ چې د غرب د ښځو استثمار او زبېښني څومره مخالفت كوو همدومره بايد خپل كور كې راته ناستي د حواء مظلومي لور ته هم متوجه شو، ميرمنو سره د الله د سپېڅلي پيغمبر غوره چلند چې د غربي انسان د ناروا او حشي چلند په مقابل كې ليكو/بيانوو خپله هم بايد هغه غوره چلند اختيار كړو.

د حواء مظلومه لور لويديځوال انسان بهر ته راوايستله او له خپل وسه زيات كار ورنه اخلي، د اولاد زيږولو، روزلو او پالني له سختو دندو سره نارينه و سره بهرني كارونه هم كوي. د غرب تمدن ميرمن د ابزار په توګه بازار ته وړاندې كړه. او ختيځوال انسان ناپوهه ساتلې ده، د دفاع او اسلامي حقوقو نارې يې زياتې دي خو عملاً يې حقوق سلبوي، مظلومه ده او د ټولنيزو عاداتو، ورستو رواجونو او ناسمو تقاليدو په بټۍ كې نينه كيږي او زوريږي.

حامد افغان


ارسال نظرات

نظرات شما

نظر شما