د ميانمار ډير مسلمان ماشومان هيڅ سرپرست نلري

24 مهر 1:8
ديورپوټ له مخي د بنګلاديش حكومت وويل د ميانمار د روهينګيا په څه دپاسه اته لكه مسلمانو كډوالو كښې چې له تاوتريخوالو دغه هيواد ته تښتيدلي دي ديارلس زره(۱۳۰۰۰) او اوه سوه يوپنځوس(۷۵۱) ماشومان هيڅ سرپرست نلري . دبنګلاديش د ټولنيزو خدماتو د ادارې چارواكو وويل دشميرنو پراساس د كډوالو په كيمپونو كښې په زرګونو ماشومان د خپلو ميندو او پلارانو په اړه هيڅ اطلاع نلري .

دغه ادارې وويل ټاكل شوي ده چې په بنګلاديش كښې د روهينګيا د بې سرپرسته او كډوالو ماشومانو لپاره يو(۱) مركز جوړ شي .

په تيرو څو مياشتو كښې د ميانمار په لويديځ كښې په راخين ولايت كښې دمسلمانانو پرضد د سرزورو بودايانو او د سخت دريځه حكومتي عسكرو د تاوتريخوالو په وجه په لكونو مسلمانان بنګلاديش ته تښتيدلي دي .

د ميانمار بودايانو دغه راز شپږ زره(۶۰۰۰)مسلمانان په ډير ظلم سره وژلي او اته زره(۸۰۰۰) نور يې ژوبل كړي هم دي او كابو اته لكه نور بنګلاديش ته تښتيدلي دي .

ارسال نظرات

نظرات شما

نظر شما