د اولادونو او والدينو لپاره ۵۰ ګټور نصېحتونه

25 مهر 15:34
1 – اولادونو ته تر ټولو ښه تحفه له هغوي سره نيك سلوك او په لمانځه باندې امر كول دي. 2 – له خوبه د ماشومانو راويښولو طريقه د هغوي د ټولې ورځې په فعاليت او رواني حالت اغيز لري؛ نو په راويښولو كې يې له مهربانۍ، نرمۍ او آرامۍ څخه كار واخلئ، نه له شور او غالمغال څخه. 3- له ماشوم څخه منفي پوښتنې مه كوه: ولې دومره سست يې؟ دا بد عادت چا درښودلي دي؟ ولې په خبره نه پوهيږې؟ ته څنګه داسې خبره كوې؟

4- د دې لپاره چې له خپلو ماشومانو سره د خبرو اترو او تفاهم پلونه رامينځته كړې، بايد نظريات يې ومنې او په مهربانه او نرمه طريقه ورسره مناقشه وكړې.

5 – د يوه په ګناه بايد بل ونه نيول شي.. د ټولييزې سزا وركولو سياست سم نه دي، بايد سزا هغه وويني چې بد يې كړي.

6- كه غواړي چې اولاد دي د كار سره مينه پيدا كړي، نو هغه وخت انعام وركوه كله چې ور سپارل شوي كار په ښه توګه وكړي. بايد ماشومان په دې پوهه كړل شي چې څه يې خوښيږي، هغه په كار او هڅې سره تر لاسه كولاي شي.

7- ځيني پلرونه پر خپلو اولادونو له ډېره حرصه هغوي جسدي، روحي او فكري كلابنده كړي، ټوله ورځ يې د ځان مخته كښېنولي وي او يوازي هغه كارونو ته يې پريږدي چې دي يې ورته خوښوي. نوي او پركاره نسل دا شي نه خوښوي.

8- ماشوم ډيري وخت خپل مور او پلار ته د الګو په نظر ګوري او په خپلو كړو وړو، د ژوندانه په خيالاتو او احساساتو كې د هغوي په تقليد لاس پورې كوي. نو د خپلو ماشومانو لپاره نيكه الګو اوسئ.

9 – ځيني خلك فكر كوي چې روزنه اسانه ده، خو حقيقت دا دي چې په ژوندانه كې تر ټولو ستونزمن كار «روزنه» ده.. له يوې مور څخه زيږيدلي ماشومان يو ډول نه دي، د هر يوه طبعيت او خوي جلا دي او هر يو ځانګړي تعامل ته اړتيا لري.

ماشوم ته په يوه ځل دوه يا درې كاره مه ورسپاره نه يې شي كولاي.

10 – خلك دا خبره ډيره كوي چې د ماشوم ستونزې طبيعي چاره ده او د عمر په تېرېدو له مينځه ځي؛ حال دا چې څيړنو ښودلې چې د لويانو د ټولو ستونزو ريښې د هغوي ماشومتوب ته ورګرځي.

11- رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي:
«خپلو ځانو ته ښېرا مه كوئ، خپلو اولادو ته ښېرا مه كوئ، خپلو مالونو ته ښېرا مه كوئ، هسي نه چې ښېرا مو د دعا د قبليدو له وخت سره برابره شي او قبوله شي».

12- كه ماشوم يو څيز وغواړي او په لاس ورنه شي، نو د صبر او زغم سپارښتنه ورته وكړه او ګټې يې ورته بيان كړه ترڅو ورسره روږدي شي. رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايي:

«هيچا ته داسې وركړه نه ده وركړل شوې چې تر صبر بهتره او پراخه وي»

13- له ماشوم څخه دا طمع مه لره چې ته كوم درس ورښيې هغه دې په لومړي ځل ياد كړي.

14- كله چې مونږ د ماشوم معقولې غوښتنې منو؛ د هغه په زړه كې زمونږ په وړاندې د مننې او قدردانۍ شعور پيدا كيږي، همدغه شعور په ماشوم كې د اطاعت او فرمانبردارۍ روحيه راټوكوي.

15- د عملي روزنې درې بنسټيزې كيلي ګانې:
د ماشومانو په حالاتو اګاهي، د هغوي په ښوونې او روزنې صبر كول، او هغوي ته د نيكۍ او كاميابۍ دعا

16- په لنډو كالو اغوستلو يې مه عادي كوه، اوږده كالي ورته اخله چې حياناكه تربيه شي، ځكه چې د انسان وقار په حيا كې دي او حيا يې د اخلاقي فساد څخه ژغوري.

17 – د خپل منځي كوچنيو اختلافونو د حل مسؤوليت دوي ته وسپاره، څوك چې لومړيتوب وكړي، هغه ونازوه، ددوي په لانجو كې د عدل څخه كار واخله تر څو دوي هم عدل او انصاف درڅخه زده كړي.

18- كله چې ته د ماشوم يوه غوښتنه رد كړې، او بيا يې هغه وخت ورسره ومني چې هغه وژاړي او غوصه وكړي، په دې كار سره ماشوم د خپلو غوښتنو لپاره د ژړا په اهميت عادت كيږي.

19- اولاد د مسؤوليتونو سره عادي كول هغه ته قوت ور بښي.

20- ځيني پلرونه د خپلو اولادونو څخه غواړي چې په هر شي كې د هغوي كاپي وي، په عمل كې، په ذوق كې، په درس كې، په تخصص كې، دا د شخصيت وژنه ده.

21- كله چې د اولاد سره خبره كوئ، نو د خبرو انداز داسي مهم دي لكه هغه خبري چي دي، ځكه نو پام ورته كوه.

22- د ماشوم شيطاني كول هر وخت د غندنې وړ نه وي، كله كله د هغه پر ځيركتيا هم دلالت كوي، او څرګندوي چې هغه يو متحرك او عملي شخصيت لري، بايد د هغه حركت توجيه كړل شي او وروزل شي، نه دا چي ورټل شي او منعه كړل شي.

23- د زوي پر سر باندي د پلار لاس را تېرول، او په غيږ كې د مور له خوا نيول، د اولادونو د نفسي او عاطفي حاجت پوره كولو لپاره ډير مهم دي.

24- د اولاد په تربيه كې پر اعصابو كنټرول كول دا معني نه لري چې د هغوي پر غلطيو سترګې پټي شي، بلكې بايد له حكمته كار واخيستل شي، او د هغوي د منفي كړنو سره په احتياط تعامل وشي.

25- خپل اولادونو د بل د اولادونو سره مه پرتله كوه، په ځانګړي ډول د قريبانو د اولادونو سره.
بايد په ياد ولرې چې ښه والي او پرمختګ ستا له اړخه پيليږي نه د هغوي له لوري، بايد حرص وكړي چې ستا اولادونو ستا په ښه والي ياد شي.

26- پر شجاعت باندي اولادونو تربيه كول دا معني نه لري چې هغوي ته دي جنګي مهارتونه ور زده كړل شي، بلكي پر ځان باندي اعتماد، پر الله جل جلاله توكل او يوازي له هغه څخه بېره د ماشوم په زړه كې اچول دي.

27- د اولادونو سره ريښتيني اوسئ، تر څو هغوي هم په رشتيا ويلو عادت شي، ددوي مخته ريښتيني اوسئ، دوي ته د «درواغجن» خطاب مه كوئ، بلكې ورته واياست: دا غلطه خبره ده.

28- خپل اولاد الله جل جلاله ته په رجوع سره تربيه كړئ، تر څو د هغه څخه كومك او قوت وغواړي، ددوي مخته استغفار ډېر واياست، او لاحول ولا قوة الا بالله ډېره واياست.

29- ماشوم درواغ له محيطه زده كوي، له ځانه سره يې نه راوړي، ځكه نو محيط يې ورته ريښتيني كړئ.

30- هر سهار خپلو اولادونو ته چې تاسو معنوي كوم ارزښت وركوئ، هغه تر هغه مال ډير اهميت لري چې تاسو يې په لاس كې وركوئ تر څو خپل حاجتونه په پوره كړي.

31 – خپلو اولادونو ته د كاكاګانو او ماماګانو احترام او قدر ور زده كړئ، كه مو خداي مكړه د هغوي سره شخصي يا كورني اختلاف درلود، خپل ماشومان مه پكښي را ګډوي.

32 – د انجونو او هلكانو د ښايست دومره صفت مه كوي، چې د هغوي فكر ټول خپل ښايست او ظاهري رنګ ته واوړي، بلكې د ښو خويونو او كارونو صفتونه يې وكړئ، چې اصل ته توجه زياته شي.

33- ماشوم مكتب ته وختي رسول، حركت او تر نورو ماشومانو مخته رسيدل د هغه پر سلوك مثبت تاثير كوي.

34 – د ماشوم لپاره تر ټولو خطرناكه پايله پر هغه د نورو په مخكې مسخرې كول دي، د همزولو په مخكې د هغه غلطياني په ګوته كول دي، بايد احتياط وشي.

35- كله چې خپل ماشوم د بل سره پرتله كوې، نو پوهه شه چې د هغه په زړه كې دي د عمر لپاره عقده واچول.

36- د ماشوم د غوصې د چيغو جواب په چيغو مه وركوه، ځكه په دې توګه هغه دا زده كوي چې د غوصې په وخت كې د خبرو كولو طريقه چيغي وهل دي.

37 – خپل اولادونو د ښو ملګرو موندلو ته وهڅوي، دا ور زده كړئ چې څرنګه بايد ښه ملګري پيدا كړي، چې دده د اخلاقو سره ورته والي ولري، دده فكر او مثلا چې څومره حفظ يې كړي.

38- اولادونه مو د روزۍ د كمښت او راتلونكې له وېرې څخه ليرې وساتي، او پر ځاي يې هغوي په خداي جل جلاله باندې توكل ته وهڅوي او په دې لاره كې د هغوي لپاره په قول او عمل كې الګو جوړ شي.

39 – د ماشوم پر سخت دريځۍ او جنګي طبيعت پټه خوله پاته كېدل هغه نور هم تشويقوي چې ادامه وركړي.

40- راځئ اولادونو ته ور زده كړو:
د خبرو ادب، خوږوالي او خندا، د لويانو احترام، په تليفون كې د خبرو اداب، د مناظرې اداب، بخښنه غوښتل، د ارږمۍ او …. ادب.

41- د اولادونو د صحت لپاره:

سهارنۍ ناشته ماشوم ته قوت، بدني او ذهني نشاط وركوي، مدرسې ته تر لېږلو مخكې يې حتما وركوه، تنوع په كښي راوله او اهميت وركړه.

42 – د اولاد په اړه ستا نظر او رايه د هغه پر شخصيت قوي تاثير لري، د ښو اخلاقو صفت يې وكړه، حتي كه بد اخلاق يې هم زيات وي، تمه كيداي سي چې د وخت په تيريدو سره سم شي، په بدو صفتونو يادونه يې مه كوه، تر څو نور په كښي ټينګ نه شي.

43 – ددې لپاره چې اولادونه مو درانه او زړه سواندي واوسي له دوي سره په درنښت او زړه سوي سره چلند وكړي.

44 – كله چې اولاد دي يو شي مات كړي، نو ته دوه اختياره لرې:

چې وې وهې، په دې سره به هغه درواغ زده كړي او شخصيت به يې وبايلې، او يا ورته وايې چې څه يې خراب كړي هغه بيرته اصلاح كړي، نو مسؤوليت به زده كړي او شخصيت به يې قوي شي.

45 – پام چې خپل اولاد د بل په مخ كې ونه رټې او انتقاد باندي ونه كړې، بلكې انتظار وكړه تر څو كورته لاړ شئ، هلته يې پوهه كړه.

46- راباندي ګران زويه..

زه درته د بدو ملګرو څخه د بيلتون وصيت كوم، ځكه چې كله ته د خير كار كول وغواړي، دوي به دي را ګرځوي، او كه دي شر وغوښت، دوي به دي تشويق كړي، كه دي د يوې ګناه څخه حياء راتله، دوي به يې درته اسانه كړي.

47 – كه دي زوي ښه كار وكړي، (ډېر ښه) ورته ويل سنت دي، لكه څرنګه چې په بخاري شريف كې راغلي، عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وايي، ما رسول الله صلي الله عليه وسلم ته سورة يوسف تېر كړ. هغه راته وويل: (ډېر ښه).

48- په خپل اولاد كې ديني او اسلامي عالي اخلاق او ادب وروزه.

49- هيڅ كله اولاد ته د دعا څخه مه غافله كيږه، ځكه چې سمې لارې ته د برابرو لپاره دا تر ټولو غوره وسله ده، دعا د اولاد د اصلاح لپاره ډېره ګټوره ده خو متاسفانه چې ډېرو خلكو هېره كړې.

50- شاعر وايي: د زمري بچي دي وروزئ، كله چې زمري شو
پر تا يې بريد وكړ، كه دې د رب مرسته نه واي، خوړلي به يې واي.

ليكوال: دكتور خالد عبدالمنعم
د تربوي او نفسياتي ناروغيو معالج

ارسال نظرات

نظرات شما

نظر شما