روسي ګډېدونكې ښځې سعودي ته ځي

26 مهر 15:20
روسيې اعلان وكړ چې لنډقميصې ګډېدونكې ښځې په سعودي كښې د مراسمو د جوړولو لپاره دغه هېواد ته ځي! يوه داسې واقعه چې د سعودي په تاريخ كښې په اول ځل رامنځته كيږي. البته څه موده مخكې سعودي په يو حېرانونكي اقدام كښې اجازه وركړه چې د دغه هېواد ښځې هم موټر وچلوي.

دغه ټولې موضوع ګانې او په تېرو څو مياشتو كښې  د سعوديانو عجيبه فېصلې د پرېشانۍ او د سيمې په بحرانونو كښې د ګېرېدو ښودنه كوي. په تېره بيا دا چې سعوديان په دې  ورځو كښې په څو محاذونو كښې ښكېل شوي دي. په داخل كښې اعتقادي او چلندي تناقضات د عامه ناراضګۍ د رامنځته كېدو سبب شول او په نړيواله سطح هم د يمن جنګ او په سوريې او عراق كښې مداخلت ترې يوه كړغيجنه څېره جوړه كړې ده.

نن د سعودي سياسي او چلندي تګلاره غېر منطقي او غېر سفارتي او د د سرګردانۍ، نااميدۍ او سعودي خاندان د فرسوده سياسي جوړښت د ژوندي كولو لپاره د كوشش نتيجه ده او د دغه هېواد په كورنيو او بهرنيو سياسي فېصلو كښې يوازېنے تاثير كونكے عنصر د پاتې كېدو لپاره كوشش دے. د ملك سلمان په فېصلو كښې عقلانيت څه ځاے نه لري كه څه هم دا بن سلمان دے چې نن د سعودي مشري كوي.

ارسال نظرات

نظرات شما

نظر شما