د ماشومانو د شخصيت جوړونې لاملونه

30 مهر 2:41
د انسان په اروا پورې اړوند يو له مطرحو او اغېزمنو اړخونو څخه، د هغه شخصيت دي. هغه لامل، چې د انسان د ډېري چلندونو سبب دي او په يوازې توګه بايد د هرې كړنې په وړاندې مناسب غبرګون پيدا كړي او دقيقه توجيه وړاندې كړي. د ارواپوهنې پوهانو د شخصيت په تعريف كې داسې ويلي دي:

شخصيت د افكارو، احساساتو او چلندونو ځانګړو بېلګو ته اشاره كوي، چې د وخت په اوږدو او په بېلابېلو ځايونو ټينګ ولاړ دي او يو شخص له بل شخص څخه جلا كوي. كورنۍ د شخصيت جوړونې لومړني چينل دي.

دې ته په پام سره لومړني چاپېريال، چې ماشوم ورسره اړيكه نيسي، كورنۍ ده، ځكه كورني چاپېريال د ماشوم د شخصيت د رامنځته كېدو او بدلون تر ټولو اغېزمن لامل دي او د هغه چينل حكم لري، چې په وسيله يې ماشوم د خپلې ټولنې له فرهنګ سره آشنا كېږي او په هغه كې عادتونه او عواطف را منځته كوي، چې شخصيت يې تر اغېزې لاندې راولي. په ټوليزه توګه د والدينو او يا هم د كورنۍ د نورو غړو د فكر بڼه، چې په هر ډول وي، د هغوي په ماشومانو باندې لږ يا ډېر اغېز كوي. يو له اراوپوهانو څخه په دې باور دي: هغه ماشوم چې په خپل كورني چاپېريال كې زړه خوږي او ژمن والدين نه لري، ښكاره ده، چې د نه ژمنتيا احساس كوي او هڅه كوي، چې د شونتيا تر بريده له كورني چاپېريال څخه ځان لرې كړي او خپل ورك شوي هويت له كور څخه بهر چاپېريال كې پيدا كړي.

۱ ـــ د ماشوم د پرځاي غوښتنو پوره كول.

۲ ـــ د ناسمو غوښتنو ردول، د هغوي پوهې او درك ته په پام سره د هغوي پوهول.

۳ ـــ د ماشوم نظرياتو ته درنښت كول.

۴ ـــ د ماشوم له پاره د يوه ښه او سالم چاپېريال را منځته كول.

۵ ـــ په ماشوم كې د ښو صفتونو را منځته كول او د هغه د بدو كارونو مخه نيول.

۶ ـــ ماشومانو ته په ورزشي فعاليتونو او ماشومانه لوبوكې لارښوونه كول او د لوبو پرمهال له هغوي څخه ساتنه كول.

۷ ـــ د سمې تګلارې پرمټ د ماشومانو په ځان باندې باور ډېرول او د هغوي د غوښتنو پوره كول.

۸ ـــ د ماشومانو وړتياوو ته په پام سره، په ټولنيزو چارو كې هغوي ته د ګډون برخه وركول.

۹ ـــ ماشومانو ته د مهارتونو د زده كړې له پاره، د يوه خوندي پروګرام جوړول.

۱۰ ـــ ماشومانو ته د خلاقيت د ورزده كولو له پاره، د مناسبې زمينې برابرول.

۱۱ ـــ د ماشومانو وړتياوو، استعدادونو او لېوالتياوو ته په پام سره د هغوي له پاره د   حرفه يي زده كړو پروګرامونه جوړول.

۱۲ ـــ د ګډو زده كړو د تګلارو را منځته كول او پياوړي كول.

۱۳ ـــ د ماشومانو د اعتماد د را جلبولو په موخه د والدينو روزل.

۱۴ ـــ د كورنۍ او ښوونځي ترمنځ د مينې او لېوالتيا ډېرول.

ژباړه: عطا محمد مياخېل

 

 

ارسال نظرات

نظرات شما

نظر شما