۲۸ كلنې خوركۍ پوره قرآن كريم په خامك ليكلي

1 آبان 5:3
په كندهار كې د زمرد افغان سليمانخيل په نوم يوې ۲۸ كلنې خوركې د قرآن كريم ۳۰ سيپارې له ژباړې سره يو ځاي په لاسي خامك ليكلي دي. دغې خوركۍ په خامك د قرآن كريم د ټولو (ديرشو) سيپارو په ليكلو پوره ۷ كاله او ۶ مياشتې كار كړي.

آغلې سليمانخيل وايي چې لومړۍ زده كړې يې هم نه دي پوره كړې، خو دا چې په لاسي خامك كې يې پوره مهارت درلود او له قرآن كريم سره يې بې مثاله مينه وه، نژدې ۸ كاله وړاندې په خامك د قرآن كريم ليكلو فكر ورسره پيدا شو او په كار يې پيل وكړ.
د زمرد په خبره، هره سيپاره په ځانګړي جلد كې ليكل شوې ده.
د دې ټول قرآن كريم په ليكلو كې ۲۷۰ متره سپين او زرغون ټوكر/رخت، ۶۳۰ ګوټه/كوكړۍ ګلابتون او وريښمين تار او ۶۰۰ ګرامه خالونه مصرف شوي دي.
دوه كاله وړاندې هم يو بل افغان خطاط (محمد مسلم حرير) چې د كاپيسا ولايت د تګاب ولسوالۍ اوسېدونكي دي، په خپل لاس يې په ښكلي خط د ټول قرآن كريم د ليكلو افتخار تر لاسه كړ. دا مخطوط قرآن كريم د سعودي په رياض ښار كې د (مجلة البحوث الفقهية المعاصره) تحقيقي او علمي مجلې ادارې له خوا په ۲۰۰۰ ټوكه كې چاپ او خپور شو.

ارسال نظرات

نظرات شما

نظر شما