ډېري بېوزله ښځې د ډاكټر يا قابلې نه شتون كې زېږون كوي

1 آبان 15:30
يو تازه راپور ښيي چې په افغانستان كې د بېوزله او غريبو مېرمنو لپاره د زېږون ترمنځ د واټن رامنځته كولو امكاناتو نه شتون او له زېږون وړاندې خدمتونو ته نه لاسرسي د خپل حالت په وروستۍ كچه كې دي، چې له دې ډلې يې له ٢٠ سلنه كمې ښځې او نجونې عوايد لرونكي شغل لري.

 د ملګرو ملتونو د خلكو يا جمعيت صندوق تازه راپور چې نن د "٢٠١٧ كال كې د نړۍ د نفوس وضعيت" تر نامه لاندې خپور شوي، ګواښ شوي چې د بېوزله ښځو حقونو ته نه لاسرسي او په دغه برخه كې ناكامي د يوې سترې غميزې لامل كېدلي شي او د نړۍ د پراختيا او سولې موخې يې تر خپل  سيوري لاندې راوستې دي.

 د راپور د موندنو پر بنسټ، كه چېرې دغه نا انډولۍ ژر تر ژره  حل نه شي او تر ټولو مسكينې او بېوزله مېرمنې د خپل ژوند په اړه د پرېكړې نيولو واك ترلاسه نه كړي، هېوادونه به له ننګونو سره مخ شي او د سولې او پراختيا په اړه ټول پروګرام به له ناكامۍ سره مخ شي.

 د ياد راپور د موندنې پر بنسټ، د ټولې نړۍ نيمې او افغانستان كې يوازې ٢٠ سلنه ښځې عوايد لرونكي شغل لري او دغه راز ٢٣ سلنه نجونې لوړو زده كړو ته لاره مومي.

يادې ټولنې په دغه راپور كې يادونه كړې، چې د افغانستان بېوزله مېرمنې د خپل زېږون ترمنځ د واټن راوړلو او كورنۍ د تنظيم او دغه راز له زېږون وړاندې خدمتونو ته لاسرسي؛ د خپل حالت ټيټې كچې كې دي او دوي په ډېري مواردو كې د ډاكټر او قابلې له موجوديت پرته زېږون كوي.

د افغانستان د روغتيا او ډيموګرافي سروې له مخې، د هېواد ٢٣ سلنه مېرمنې د كورنۍ د تنظيم له يوې لارې او ميتود ګټه پورته كوي.

افغانستان كې د ملګرو ملتونو د خلكو صندوق استازې ډاكټر بانت انديانا بانجي وويل: "افغانستان كې د انډول نه شتون د دغه هېواد ستونزې څو چنده زياتې كړې. په دغه هېواد كې د نا انډولۍ ستونزې د حل لپاره بايد د پوهنې، حقونو او زېږون روغتيا په برخو كارونه پيل شي، څو ښځو ته د ښوونځي، د واده د مودې، د مور كېدو او د زېږون د تكرار د ټاكلو واك وركړل شي."

د يادې ټولنې په راپور كې د مركزي احصايې ادارې د عمومي مشر جاويد رسولي له قوله ويل شوي، چې په افغانستان كې له بده مرغه د ټولنيز ژوند لړۍ ډېره هيله بښونكې نه ده، په ځانګړي ډول د هلكانو او نجونو د ښوونيزې كچې ترمنځ ډېر توپير، د سړيو په پرتله د ښځو كم شغل او په ټوليز ډول د هېواد په اقتصاد كې د ښځو كمه ونډه د اندېښنې وړ ده، خو بيا هم افغان حكومت په دغه برخه كې د انډول رامنځته كولو لپاره ژمن دي.

د ملګرو ملتونو د خلكو صندوق په دغه راپور كې ويلي، چې افغانستان د زېږون او پلار كېدو په لوړې كچې سره (هر مور په حساب د ٥،٣ ماشومانو زېږوي) چې دغه شمېرې د افغانستان د روغتيا او ډيموګرافي راپور د ٢٠١٥ كال د شمېرو پر بنسټ ښودل شوې او ډېره لوړه كچه تشكيلوي چې له امله يې د ميندو روغتيايي حالت ته زيان اوړي او له دوي د ښوونې او كار ځواك ټول فرصتونه اخلي.

بلخوا د راپور د موندنو پر بنسټ، له وخت وړاندې زېږون او د كم عمره نجونو وادونه، د زېږون او پلار كېدو لوړه كچه او د كورنۍ له تنظيم ګټه نه پورته كول او يا د زېږون ترمنځ د واټن له پامه غورځول؛ د ميندو او د دوي د ماشومانو د ډېرې مړينې لامل كېږي.

د ملګرو ملتونو د جمعيت صندوق د ياد راپور په پاي كې د ځينو مواردو لپاره سپارښتنه هم كړې، چې د يوې سوكاله ټولنې رامنځته كولو لپاره بايد په پام كې ونيول شي.

 دوي دغه راز ويلي: "د يوه غوره راتلونكي لپاره د پراختيا د ٢٠٣٠ اجنډا، په پام كې لري، چې موږ ټول بايد د توپيرونو د اصلاح او خنډونو د له منځه وړلو لپاره په ګډه سره كار وكړو. موخه بايد د ټولو نا انډوليو راكمول وي، چې د ښځو د زېږون د روغتيايي حقونو عملي كول په دغه برخه كې مهم رول لري. "

ارسال نظرات

نظرات شما

نظر شما