كندهار كې د پوليو يوه بله پيښه ثبت شوې

5 آبان 13:47
په كندهار كې د ماشومانو د ګوزڼ يا پوليو دا نوې پېښه د دغه ولايت د شاوليكوټ ولسوالۍ د المېش په نوم سيمه كې روغتيايي كاركوونكو ثبت كړې ده. د جنوبي زون د كتلوي معافيت ريس ډاكتر عبدالرشيد الكوزي امريكاغږ اشنا راديو ته وويل

چې د شاوليكوټ ولسوالۍ د المېش په نوم سيمه كې يوه اته مياشتنۍ نجلې پوليو وهلې چې له وړاندې يې د پوليو د ناروغۍ پر ضد هييڅ واكسين نه وو اخيستي.

ډاكټر عبدالرشيد وويل چې په دې سيمه كې د تيرې مي مياشتي راهيسې د واكسين هيڅ كمپاين ندي عملي شوي.

هغه وويل چې د امنيتي ستونزو له امله اوس هم دغې سيمې ته لاس رسي لري، خو د پوليو مشترك ټيم هڅه كوي چې لومړي سيمې ته لاس رسي پيدا كړي او بيا په بيړنۍ توګه په دغه سيمه كې ماشومانو ته د پوليو پر ضد د واكسين كمپاين عملي كړي.

ډاكټر الكوزي وويل "په شاوليكوټ ولسوالۍ كې موږ بله پېښه هم لرو او دوهمه پېښه هم داده په كې رامنځ ته شوې د سيمې خلك هم پدې كې مسئوليت لري چې دا ستونزه ډيره جدي ونيسي او د حل لپاره يې كار وكړي".

بلي خواته په افغانستان كې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې يا يونسيف د واكسين د پروګرام يوه مقام سيد كمال شاه امريكاغږ اشنا راديو ته وويل چې په كندهار كې د پوليو نوې پېښه د اندېښنې وړ ده.

سيد كمال شاه وويل چې تر دې مخكې هم په جنوب كې پنځه پېښې ثبت شوې وې.

ښاغلي سيد كمال شاه وويل "لويه ستونزه هغه سيمې دي چې په مسلسله توګه له واكسين څخه پاته شوي او په محيط كې د ويروس شتون د پوليو خطر نور هم زياته وي".

شاوليكوټ ولسوالې په كندهار كې له نا امنه ولسواليو څخه ده چې وسله والو طالبانو په كې له دولتي حاكميت څخه بهر سيمو كې له تېر يوه كال راهيسې د خپلو ځينو غوښتنو د پوره كيدو لپاره د واكسين پر كمپاينونو بنديز لګولي.

په كندهار كې د پوليو د پروګرام يوه مسئول د نوم نه ښودلو په شرط امريكاغږ ته وويل چې د پوليو مشترك ټيم هڅه كوي چي د دولت له وسله والو مخالفينو سره خپل تماسونه كړي تر څو د پوليو تر ګواښ لاندې سيمو كې د پوليو د واكسين د عملي كولو اجازه ورڅخه تر لاسه كړي.

په روان كال كې په افغانستان كې د پوليو د ټولو پېښو شمېراتو ته ورسيد چې درې په كندهار، دوه په هلمند، يوه په زابل، يوه په كندز او يوه هم په ننګرهار ولايت كې ثبت شوې ده.

ارسال نظرات

نظرات شما

نظر شما