پنځه ويشت چلندونه چې بايد ماشومانو ته يې ور زده كړئ

6 آبان 16:24
موضوع داده، چې هغوي د مودبانه چلند اصول نه دي زده كړي. دا پنځه ويشت موارد د هغو ادابو لنډيز دي، چې ماشوم يې بايد تر نهه كلنۍ پورې زده كړي وي. ۱ ـــ كله چې كوم څه غواړې، نو ووايه ( مهرباني وكړئ ). ۲ ـــ كله چې كوم څه دركوي، ووايه ( مننه ).

ماشومان معمولاً په قصدي ډول بې ادبه نه دي، په ډېري مواردو كې ۳ ـــ كله چې لويان له يو بل سره خبرې كوي، د هغوي په خبرو كې مه ور غورځه، مګر دا چې بيړنۍ موضوع وي، د هغوي حواس ستا په لور دي، كله چې خبرې يې پاي ته ورسېدې، نو تاته به ځواب دركړي.

۴ ـــ كه چېرې اړينه وي، چې ژر تر ژره د چا پام ځانته را واړوې، نو د وبښئ كلمې ويل، خبرو اترو ته د ننوتلو تر ټولو مودبه لاره ده.

۵ ـــ كه چېرې د كوم كار د ترسره كولو په اړه دې كوچني شك هم درلوده، لومړي له خپل مور او پلار څخه اجازه وغواړه، ترڅو وروسته پښېمانه نه شې.

۶ ـــ نور له دې سره لېوالتيا نه لري، چې ستا كوم څيزونه بد ايسېږي، خپل منفي نظرونه له خپل ځان سره او يا هم د ځان او دوستانو ترمنځ وساته او تل لويانو ته بهانې مه جوړوه.

۷ ـــ د نورو د جسمي ځانګړتياوو په اړه نظر مه څرګندوه، خو دا چې وغواړې، هغوي وستايې، چې دا د هغوي د خوشالۍ سبب ګرځي.

۸ ـــ كله چې نور درنه پوښتنه كوي، چې حالت دې څنګه دي، هغوي ته ځواب وركړه او وروسته، ته يې هم د حالت پوښتنه ترې وكړه.

۹ ـــ كله چې د خپل ملګري په كور كې يې، په ياد ولره، چې د خپل دوست له والدينو څخه د دې له پاره مننه وكړه، چې تاته يې خپل كور ته د ورتګ اجازه دركړې ده.

۱۰ ـــ كه چېرې دروازه پورې وه، له ننوتلو څخه مخكې، دروازه وټكوه او په تمه پاتې شه، ترڅو وګورې، چې ځواب دركول كېږي او كه نه.

۱۱ ـــ كله چې ټيليفوني اړيكه ټينګوې، لومړي ځان معرفي كړه او وروسته پوښتنه وكړه، چې كولاي شې، خپل د پام وړ شخص سره خبرې وكړې او كه نه.

۱۲ ـــ نورو ته درنښت وكړه او كه چېرې ډالۍ يې دركړه، نو ووايه: ( مننه ) د برېښنا ليك لېږلو پرځاي، په قلم باندې ليكل شوي مننليك ډېر اغېزمن دي.

۱۳ ـــ د لويانو په وړاندې له بدو كلمو څخه ګټه مه اخله، هغوي خپله په دې ټولو كلمو باندې پوهېږي او له دې كلمو څخه ستا ګټه اخيستنه، د هغوي د خواشينۍ او اندېښنې سبب ګرځي.

۱۴ ـــ خلكو ته په سپكو نومونو غږ مه كوه.

۱۵ ـــ په نورو باندې په هېڅ وجه ملنډې مه وهه، دا كار د دې سبب ګرځي، چې د نورو په وړاندې كمزوري ښكاره شې. له نورو سره لاس اچول ناسم كار دي.

۱۶ ـــ حتا كه يو لوبه يا مراسم درته ستړي كوونكي دي، آرامه كېنه او خپله لېوالتيا ښكاره كړه، لوبغاړي يا تمثيل كوونكي، تر ډېره بريده خپله هڅه كوي.

۱۷ ـــ كه چېرې له چا سره دې اوږه ولګېده، نو ژر تر ژره ووايه: وبښئ.

۱۸ ـــ د ټوخي يا پرنجي پرمهال خپله خوله پټه كړه او د نورو په وړاندې پوزه مه سوغ كوه.

۱۹ ـــ كه چېرې له كومې دروازې څخه تېرېږې، نو وګوره، آيا كولاي شې، چې دروازه خلاصه پرېږدې، ترڅو بل كس هم ترې تېر شي.

۲۰ ـــ كه چېرې له خپل مور، پلار او يا هم ګاونډي سره مخامخ شوې، چې كوم كار ترسره كوي، نو ترې پوښتنه وكړه، چې مرسته غواړي، كه ځواب مثبت و، مرسته ورسره وكړه، په دې ترتيب ښايي كوم نوي څيز زده كړې.

۲۱ ـــ كله چې مشر سړي، له تا څخه د كوم كار د ترسره كولو هيله وكړه، نو په ورين تندي او پرته له كومې بانې ورسره مرسته وكړه.

۲۲ ـــ كله چې له تاسره چا مرسته وكړه، نو ووايه: ( مننه ) دا شخص ښايي بيا هم درسره مرسته وكړي. دا امر په ځانګړې توګه د ښوونكو په اړه صدق كوي.

۲۳ ـــ د خوړو خوړلو له توكو څخه سمه ګټه واخله. كه چېرې نه پوهېږې، چې په دې وسايلو سره څنګه خواړه وخورې، نو له خپل پلار او مور څخه غوښتنه وكړه، چې در زده يې كړي يا پام وكړه، چې هغوي له دې وسايلو څخه څنګه ګټه اخلي.

۲۴ ـــ د خوړو خوړلو پرمهال په خپلو ورنونو باندې د دسترخوان دستمال كېږده او د اړتيا پرمهال د خپلې خولې د پاكولو له پاره، ترې كار واخله.

۲۵ ـــ د خوړو له مېز څخه د څيزونو د پورته كولو له پاره مه ټيټيږه؛ له نورو څخه غوښتنه وكړه، چې در يې كړي.

ژباړه: عطا محمد مياخېل

 


ارسال نظرات

نظرات شما

نظر شما