د مور شېدې حافظه پياوړې كوي

10 آبان 14:29
په قران كريم كې ځېنې شيان حرام او ځېنې حلال ګرځول شوي دي، د حرامو شيانوخوړل انسانانوته تاوانونه رسوي او حلال د الله تعالي د پيرزوېينه او لورېينه ده.

ځېنې شيان ډېرګټوردي لكه خرما، زيتون، شات، اينځر، شيدې او داسې نورشيان او همدارنګه ځېنې شيان حرام ګرځول شوي دي چې خوړل يې انسان ته هر ډول ستونزې پيدا كوي لكه د خوږ غوښه.

شېدې مكمله غذا ده او مور شيدې خو د ماشوم لپاره ډېره ګټوره ده.

په قران كريم كې راغلي دي چې ميندې بايدخپل ماشوم ته پوره دوه كاله شېدې وركړي.

ساينسي او طبي تحقيقاتو زباد ته رسولې ده چې د ماشوم لپاره يې د مور شيدې بهترينه غذا ده، همدا شيدې ماشوم له ناروغيوژغوري او د ماشوم د عمراوسن اړوندموادپكې موجود دي، د مورشيدي د ماشوم د بدن ټولې اعضاوې په متناسب ډول پياوړي كوي او غټوي خو د ماشوم د عصبي سيستم لپاره يې لا ګټه زياته ده.

هغه ماشوم چې د مور د شيدو له لارې تغذيه كېږي، له هضمې او تنفسي مكروبونو پر وړاندې مقاومت كولاي شي. كوم ماشوم چې دمورشيدې په كافي اندازه وخوري نو د قوي حافظې څښتن به وي.

هغه ماشوم چې د مور له شيدو يې په كافي اندازه استفاده كړې وي نوډېر امكان يې شته چې د زړه په ناروغۍ به لږ اخته شي او د وينې فشار به يې برابر وي.

په امريكاكې يوطب څېړونكي زباد ته رسولې ده چې د مور په شيدوكې پروتيني هورمونونه شته دي او دغه هورمونونه د زړه د حملې مخنيوي كوي.

همدارنګه د مور شيدې د ماشوم د صحت او روغتيا لپاره ډېره مفيده ده او د لسګونوناروغيومخنيوي كوي او د زړه د رګونو د ناروغيو درملنه يې بله معجزه ده.

ماشوم د خپلې ودې پر بېلابېلو پړاوونوكې بېلابېلو موادو ته اړتيا لري اود مورشيدي د دغواړتياووپر بنسټ خپل مواد بدلوي او تل د تودوخې برابره درجه لري او په كافي اندازه كلسيم په شيدوكې موجود دي.

څېړنوښودلې ده، چې د ذكاوت پراختياپه هغوماشومانوكې چې د مور له شيدو نه ګټه اخلي، له نورو ماشومانو ډېره وي.

همدارنګه د مور شيدي ماشوم له سرطان څخه ساتي، د مور په شيدوكې يوه معجزه ډوله پروتين شته چې د سرطان حجرې وژني، او په داسې حال كې چې نورو حجروته زيان نه رسوي.

د مورشېدې ماشوم د سيني له ناروغيوژغوري، هغه ماشومان چې د مور شېدې په كافي اندازه وخوري، د امكان تر حده به د اوريدلو له ستونزو سره مخ نشي او ډېركم د سينې په ميكروبي ناروغيوبه اخته شي.

د شيدو په هكله ننني ساينسي او طبي تحقيقات ۱۴۰۰ كاله مخكې په قران كريم كې راغلي دي چې دا هم د الله تعالي د ويناووعلمي اعجاز دي.

ليكنه:پوهنيار سيداصغر هاشمي

 

ارسال نظرات

نظرات شما

نظر شما