نيمه نړۍ نه، پوره نړۍ ورانېږي

20 آبان 13:38
نن مو له يو داسې رازه خبروم چې له مودو راهيسي مې په زړه كې غوټه شوي، نن دا راز د اوښكو له څپو سره تړلي د توريو په‌ واسطه اشفا كوم، ځكه دا ستر واقعيت په زړه كې د ساتلو توان نه لري، دې ته د نړۍ هيڅ شي دېوال كېداي نه‌شي.

افغانه مېرمن چې د وحشت تر سيوري لاندې د جهل او ناپوهۍ په سين كې ډوبېږي، خپل ژوند او خلقت په نړۍ كې د خداي ستره پېرزوينه او عاجز بنده ګڼي. دا په خپل همدې خلقت كې له يو بل هم‌نوعه او هم‌ساه مخلوق سره د ژوند د ملګري په پار نوي بهير ته ور داخلېږي. ښځه په دې بهير كې د خپل ژوند شريك ته په دومره لوړ مقام قايلېږي چې هغه ته ملګري نه، بلكې خاوند وايي.

ښځه ولې له كوچنيوالي تر ځواني او بيا تر مرګه د محكوميت په زولنو بنديوانه پاتې شي؟

نن مو له يو داسې رازه خبروم چې له مودو راهيسي مې په زړه كې غوټه شوي، نن دا راز د اوښكو له څپو سره تړلي د توريو په‌ واسطه اشفا كوم، ځكه دا ستر واقعيت په زړه كې د ساتلو توان نه لري، دې ته د نړۍ هيڅ شي دېوال كېداي نه‌شي.

دا راز د يوې داسې پېغلې د ژوند كيسه ده چې چا يې د ټيكري پيڅه هم نه وه ليدلې. په ښكلا كې د كليوالو نجونو سرداره، د رڼو او خوږو خوبونو ارمانجنه، يوه بشپړ په ځان بسيا ژوند ته هيله‌منه او په ټوله كې د يوې باشهامتې «ښاپېرۍ» انسانې په توګه خپل راتلونكې ته خوشاله وه، خو ناببره د خپل تربور په لومه كې ونښته، د خيال لوړ برجونه يې ونړېدل، له خاورو سره خاورې شوه او د ځواني څانګې ورماتې شوې.

هو! د تره زوي يې غوښتل ښاپېرۍ خپله كړي، دا چې د دې «خپلولو» تر شا رښتيا هم رښتينې خپلولي پرته وه او كه نه، خو ښاپېرۍ دې رشتې ته په ښه سترګه نه كتل، تل يې د تربور غوښتنه په رد سره ځوابوله.

تربور هلك خپلې غوښتنې ته د نه رسېدا په پار دويمه لاره غوره كړه، هغه لاره چې د يو پليت، ځان‌خوښي او په ټوله كې د انساني كړنو خلاف لاره وه. هلك ښاپېرۍ ته دامونه كېښودل، په نجلۍ يې د بد اخلاقي تور پورې كړ، خپلې خوارۍ يې وكړې، خو مور چې خپله لور يې په ټوله مانا ښه پېژندله، په دې دسيسه باوري نه‌شوه.

خو پلار د خلكو د تورونو تر اغېز لاندې راغي او لور يې په دې وګواښله، كه موضوع رښتيا شي، مور و لور دواړه ابدي ژوند ته لېږلاي شي.

نجلۍ د خلكو ناعادله عدالت ته، د خلكو ړوند قضاوت او ارادې ته، د پلار و مور رنځ او د خلكو تومتونو په زړه داغلې وه. بې‌ځايه تور، د انسان خودغرضه حالت، د تربګنۍ او پښتنولۍ په نامه بې‌ځايه او بې‌غيرته غيرت، اروايي كشمكشونو او خپلې بې‌وسۍ له ځانه پردۍ كړې وه.

دا ورځې همداسې روانې وې چې د هماغه هلك مور يو ځل بيا د نجلۍ په غوښتلو پسې په مركه راغله، دا نو حساسې شېبې وې، ښاپېرۍ هم كوټې ته د چاي راوړلو په پلمه ننوته، مخامخ اينې ته ودرېده، ځان يې وليد، خپل تېر حالت، د مور بې‌وسي او انسانانو د پلار كركجن حالت يې سترګو ته شو، د غيرت په نامه د افغانانو «جهالتونه» يې په ذهن كې تېر و بېر شول، ځان ورته په دې نړۍ تر ټول بې‌ځايه ژوندي موجود ښكارېده، دې د پښتون نارينه له لاسه خپل ژوند هسې د ټولنې بار ګاڼه، دا نو هغه وخت و چې ښاپېرۍ په يوه بله فيصله روانه وه، دا هغه پرېكړه وه چې سر يې ان د توپك تر ګرمې شپېلۍ رسېده، ښاپېرۍ همداسې وكړل، كوټې كې تم شوه، غټې ـ غټې ساوې يې واخيستې، ها خوا دې خوا يې وكتل، د پلار ښكاري توپك يې راواخيست، توشك يې سهي كړ، پاكه روجايي پرې وغوړوله، مخ په قبله پرې كښېناسته، غټه ساه يې واخيسته، سترګې يې پټې كړې، په‌ ځان يې له مرګه مخكې د شهادت كلمه وويله…

يو ناڅاپه ډز شو، انګازې شوې، مور يې په بېړه خونې ته منډه كړه، لور يې د وينو په ډنډه كې د زنكدن سلګۍ وهلې…

د ښكلا ښاپېرۍ له خپلو ټولو ارمانونو سره د هديرې په لورې كډه وكړه او د تقدير كتاب يې وتړل شو.

تر دې ورورسته د كلي د نورو نجونو د هيلو ډېوې هم مړې شوې. هرې يوې فكر كاوه چې پر دې نړۍ بوج دي، بې‌مانا ژوند كوي او هيڅكله هم خپلو ارمانونو ته نه‌شي رسېداي. د زده‌كړې، سالم ژونده، باسواده كورنۍ او نو مدني حقوق خو لېرې خبره ده، حتا د ژوندي پاتې كېدو پلمې هم ور نه تروړل كېږي.

ښځې ته د پردي مال خطاب كول دا حس وركوي، چې ښځه د نارينه بنده‌ګي وكړي او هغه ورباندې هر ډول حق لري، كه له هر ډول تاوتريخوالي چې لفظي وي يا فزيكي ځورونې سره مخ شي، خپل اواز نه‌شي پورته كولاي او نه يې هم څوك اوري، دا د كفر قانون هم نه مني چې لور او زوي تا نړۍ ته راوړي، خالق يې هم يو ذات دي، خو بيا هم د دوي حقوق نه مني.

كه په كورنۍ كې له نجونو او مېرمنو سره سم سلوك وشي، د هغوي هر اړخيزو حقوقو ته پام وشي، ژوند به ژوند شي او نسان به په رښتينې توګه په دې نړۍ د انساني‌ بودن يو اصل پر ځاي كړي وي. كه داسې نه‌ وي، نيمه نه، پوره نړۍ ورانه بولئ.

ليكونكي: محرم درانۍ

ارسال نظرات

نظرات شما

نظر شما