د افغانستان زندانونو كې ښځې له جنسي ځورونو كړيږي

21 آبان 11:38
د افغانستان په زندانونو كې ښځينه زندانيانې له جنسي ځور سره مخ دي او د حكومت په ګډون نړيوالې ټولنې هم تر اوسه د دې كړنو په مخنيوي نه دي توانېدلي. د روڼتيا څار سازمان نن په كابل كې د افغانستان زندانونو او بنديانو په اړه په خپل تازه راپور كې وويل، چې د بنديانو د ځورونو او شكنجو سربېره د هېواد په ګڼو زندانونو كې ښځينه بنديانې له جنسي ځورونو سره مخ دي او ډېري چارواكي او د زندانونو ساتونكي يې د خپل هوس لپاره كاروي.

د روڼتيا څار سازمان مشر سيد اكرام افضلي نن په كابل كې يوې خبري غونډې ته وويل: «زندانونه د دې پر ځاي، چې د بنديانو د سمونې او اصلاح لپاره كار وكړي، برعكس په زندانونو كې د نشه يي توكو كاروبار، د مبايلونو، كريډيټ كارټونو او سيم كارټونو ناقانونه پلورل په كې د يو شمېر چارواكو لپاره ګټور كاروبار دي.»

په دغه راپور كې تر ټولو ځورونكې برخه په زندانونو كې د ښځو جنسي ځورول دي، چې د ګډ حكومت د مسؤولينو له لوري پر ښځينه بنديانو كېږي.

د ګډ حكومت چارواكو هم منلې، چې په زندانونو او حتا دفترونو او د عسكرو په ليكو كې د ښځينه چارواكو جنسي ځورونه يو ناوړه عادت ګرځېدلي دي.

څو ورځې وړاندې هم د ګډ حكومت د هوايي ځواك د يوه سرطبيب ډګروال غلام رسول د جنسي ځورونې ويډيو په ټولنيزو رسنيو كې خپره شوه، چې تر اوسه هم محكمې د دغه ډګروال د نيولو او محاكمې په اړه څه نه دي ويلي.

د جنسي ځورونو سربېره په دغه راپور كې راغلي، چې  څرخي پله، ميدان ورګو او بغلان په زندانونو كې بنديان شكنجه كېږي، ډبول كېږي او په ټولو زندانونو كې بنديان له خپل هېڅ ډول حقونو برخمن نه دي.

اوس مهال نژدې اتلس زره بنديان د افغانستان په ګڼو زندانونو كې پراته دي، خو ډېري يې بې محاكمې او له كوم معلوم تور پرته په زندانونو كې شپې او ورځې تېروي.

د روڼتيا سازمان مشر سيد اكرام وويل، چې د افغانستان د مركزي څرخي پله زندان په ګډون په نورو زندانونو كې ګڼ شمېر داسې خلك شته، چې د بند وخت يې پوره دي، خو دولتي عسكر او د زندانونو مسؤولين ترې رشوتونه غواړي او نه يې پرېږدي.


ارسال نظرات

نظرات شما

نظر شما