ايټاليا له افغان ماشومانو سره د ۴،۳ ميليون يورو تازه مرسته اعلان كړه

23 آبان 9:8
په افغانستان د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (يونيسيف) وايي د ايټاليا دولت په افغانستان كې د ګوزڼ (پوليو) د ختمولو او له پنځو كلونو د كم عمره ماشومانو د تغذيي د ودې په موخه ۴.۳ ميليونه يورو مرسته وكړه. د يونيسيف په يوه بيان كې ليكلي، چې له دې مرستې څخه به ۲.۵ ميليونه يورو د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (يونيسيف) او نړيوال روغتيايي سازمان يا WHO حساب ته چې دواړه د پوليو (ګوزڼ) لپاره په ملي بيړني عملي پلان كار كوي

تر څو د دې ناروغي له خپريدو څخه په افغانستان كې مخنيوي وكړي، انتقال شي.

خبرپاڼه زياتوي، چې پاتي ۱.۸ ميليونه يورو به يي هم يونيسيف ته وركړل شي چې په محرومو ولايتونو كې د ميندو، پيغلو انجونو او له پنځو كلونو د كم عمره ماشومان د تغذيي له كيفيته څارنه او پوښښ ته يي پراختيا وركړي.

د يونيسيف په وينا، د ايټاليا مرستي په هيواد كې دوه لومړيتوبونه په ګوته كوي: پوليو (ګوزڼ) او تغذيه. پوليو (ګوزڼ) يوه فوق العاده ساري ناروغي خو په عين حال كي د مخنيوي وړ ناروغي ده چې په دريو هيوادونو افغانستان، پاكستان او نايجريا كې د ځايي ناروغي په توګه پاتي كيږي.

په خبرپاڼه كې راغلي دي، چې په افغانستان كې د ګوزڼ د ناروغي له منځه وړلو كې د پام وړ كار تر سره شوي دي او نږدې ده چې دا هيواد ددې ساري ناروغي خپريدو ته د پاي ټكي كيږدي.

ارسال نظرات

نظرات شما

نظر شما