روغتياوزارت: په هرو پنځو ساعتونو كې يو افغان ماشوم د سينه بغل له امله مري

28 آبان 11:6
د عامې روغتيا وزارت وايي، د تېرو كلونو په پرتله د سينه بغل ناروغي كمه شوې ده؛ خو بيا هم په هرو پنځو ساعتونو كې يو افغان ماشوم خپل ژوند د دغې ناروغۍ له امله له لاسه وركوي.

د عامې روغتيا وزارت مرستيال ډاكټر فدامحمد پيكان نن په كابل كې د سينه بغل ناروغۍ د نړيوالې ورځې په اړه جوړه شوې غونډه كې وويل، هر كال يو ميليون او درې سوه په سينه بغل ناروغۍ ككړ ماشومان دولتي روغتونونو ته د درملنې په موخه راځي.

د پيكان په خبره، سينه بغل ناروغي د تېرو كلونو په پرتله كمه شوې ده؛ خو بيا هم په هرو پنځو ساعتونو كې يو افغان ماشوم مري.

دي وايي، د هېواد په ۲۵۰۰ روغتيايي مركزونو كې يې د سينه بغل ناروغۍ د درملنې لپاره يوه ځانګړې څانګه پرانېستې ده او له ۳۰زرو ډېر رضاكاران يې روزلي؛ څو په اړوند ناروغۍ د مېندو او پلرونو سره خبرې وكړي.

د روغتيايي چارو پوهانو په خبره، سينه بغل د ككړې او سړې هوا او د نويو زېږېدلو ماشومانو نا سمه ساتنه د سينه بغل د ناروغۍ سبب كېږي.

ارسال نظرات

نظرات شما

نظر شما