د افغانستان په پلازميني كابل كښې، د امام خميني (رح) په نامه د انجونو ښوونځي پرانيستل شو

11 اسفند 10:25
د انجونو دغه ښوونځي د امداد توسعه بصير په نامه د خيريه مؤسسې په مرسته جوړه كړاي شوي چې د حضرت امام خميني (رح) په نومو نومول شوي ده. د دغه ښوونځي د پرانيستلو په دستورو كښې افغان چارواكو او په كابل كښې د ايران د اسلامي جمهوريت سفير محمد رضا بهراني ګډون درلوده .

د ايران د اسلامي جمهوريت د امداد توسعه بصير خيريه مؤسسې مشر قاسم اكبري په دغو دستورو كښې وويل، دغه ښوونځي ۱۶ ټولګې، لس ادارې كوټې، لابراتوار، جومات، او كتابتون هم لري،چې د ايران د اسلامي جمهوريت په سټنډرډونو سره جوړ شوي او په۲۴۰۰۲۱۰۰ متره ځمكه جوړه شوي ،چې ۲۱۰۰ متره يې ودانۍ ده .

د اكبري په وينا دا دريم ښوونځې چې د دغه خيريه مؤسسې لخوا جوړيږي او دا لړۍ به روانه وي .

په دغو مراسمو كښې افغان چارواكو هم په خپله وينا كښې د ايران د اسلامي جهوريت د مرستو قدرونه وكړه .

ارسال نظرات

نظرات شما

نظر شما