د مېرمن كلتوري ــ ټولنيز بهير

13 شهریور 17:10
د ۱۳۹۳ كال د وږې په ۵ نېټه مېرمن كلتوري ـ ټولنيز بهير د كتابښار د ميرمن بهير په تالار كې غوڼده وكړه. د غوڼدې مېلمانه مدني فعاله او د افغان ملي غورځنګ غړې ډاكتره ثريا يوسفزۍ وه او د سټيج چارې كاينات سعادت پر مخ يوړې.

د غوڼدې په لومړۍ برخه كې د غزني ولايت له يوه كلي څخه د شپنې شپېلۍ په غزل كره كتنه وشوه د غزل په اړه پاكيزې ارزو ليكلي نقد وړاندې كړ چې دلته يې را اخلو:

تا كه دي راوړي پسرليه بيا تازه ګلان

ما هم دي شيندلي د ارمان په هديره ګلان

پاكيزې ارزو وويل چې د شپنې د غزل په بيتونو كې ښكلي د لفظونو تضاد موجود دي او د ژوند كولو ښكلې هيلې په كې رانغښتې دي او لومړي بيت كې د ارمان هديره له پسرلي سره ښه تشبې كړې ده او د ارمان قتلولو رنګونه يې د پسرلي د ګلانو په رنګونو كې ښه رنګولي دي.

تا كه دې خزان سړې سيلۍ په ځان منلي دي

ما هم قتار كړي په پلو كې د لاله ګلان

شفيقې خپلواك د شپنې د غزل دا بيت خوښ كړ وې ويل چې د لومړي بيت برعكس يې په انداز راخيستي دي او خو ښايي دلته د لاله د ګلانو هدف داغونه او هيلې وي چې له يوې خوا هيله او له بلې خوا نا هيلي ښكاره كوي چې دا تضاد يې خوندور دي. نعيمې غني هم د شپنې دا بيت خوښ كړ وې ويل چې په پلو كې د لاله د ګلانو راوړل بيت ته ښايست وركړي.

تا كه ميخانه كې د رندانو كړل جامونه ډك

زه به د فردوس د وصال راوړمه دسته ګلان

د شپنې د غزل دغه بيت كې نعيمې د جامونو راوړل ښه و نه ګڼل وې ويل چې دا رندانو او ميخانو او جامونو تكرار دي. شفيقې خپلواك وويل چې دلته جامونه او د فردوس د ځوانۍ سمبولونه دي چې د مينې په وصال يې تل پاتې كوي. چې شاعرې په ښه انداز راخيستي دي.

ما باندې به خاورې د ګلونو منت څه بولي

دېر مې دي ښخ كړي د انسان غوندې ښايسته ګلان

كاينات سعادت وويل د غزل په دې بيت كې د وطن د هديرو انځور په نوي دول راخيستل شوې دي او شاعري ګلونو د ټوكېدو دليل د ښو انسانو د وجونو څخه وبولي ويلې دي چې شاعري ښكلې شعري نزاكت څخه كار اخيستي دي او ښكلي يې انځور كړي دي.

د غونډې په دويمه برخه كې مشاعره وشوه، ، مينې ابراهيم خيل، ليمې نيازۍ، شفيقې خپلواك، مريم امرخيل، ، پاكيزې ارزو ،رابعې ، نعيمې غني او حورې سپېڅلې شعرونه ولوستل.

غونډه د مازديګر په څلورو بجو پاي ته ورسېده. په راتلونكې غونډه كې فاطمه سيمانخيل ادبي ټوټه او رابعه غزل كره كتنې ته وړاندې كوي. د د يادولو وړ ده ، چې مېرمن بهير په مياشت كې دوه ځلې د چارشنبې په ورځ غونډه كوي.

ارسال نظرات

نظرات شما

نظر شما